منموهن سنګ:افغانستان یو تاریخي هېواد دی چې لرغونی کلتور لري
سلام خان سلام خان

 

د هند جمهوریت صدراعظم منموهن سنګ، نن د یوه رسمي سفر لپاره کابل ته راورسید چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي له خوا ورته د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وویل شو.د رسمي تشریفاتي مراسمو له پرځای کولو وروسته دهند صدراعظم او ملګري هيئت یې په هغې غرمنۍ میلمستیا کې ګډون وکړ چې د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهورریس له خوا د دوی په ویاړ د جمهوري ریاست د سلام خانې په ماڼۍ کې شوې وه. په دې میلمستیا کې د هندي هيئت په ګډون د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضی القضات او سترمحکمې سرپرست ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو ریسانو، دکابینې او ملي شورا غړو، جهادي مشرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او کور دیپلوماتیکو غړو برخه اخستي وه. حامدکرزي په دې میلمستیا کې د هند صدراعظم او ملګري هيئت ته یې د ښه راغلاست دويلو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ لرغونو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه: د افغانستان او هندوستان خلکو د تاریخ په اوږدوکې دیو بل په وړاندې د محبت او صمیمیت د عالي احساس پر بنسټ خپلې اړیکې پاللي او د دواړو ولسونو ترمنځ راشه درشه د زرګونو کلونو اوږده سابقه لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ لرغونې فرهنګي، تاریخي او سوداګریزې اړیکې رامنځته شوي او ډیر فرهنګي مشترکات مو پیداکړي دي. د هېواد جمهورریس وویل: له پیړیو پیړیو د افغانستان او مرکزي آسیا د سوداګریزو مالونو قافلې د افغانستان له درو تیرې شوي او د هند پراخو ځمکو ته رسیدلي دي او همدا راز د هندي مصنوعاتو او مالونو کاروانونه بیا هم زموږ دهېواد له لارو مرکزي آسیا او تر اروپا پورې تللي دي. حامدکرزي په دې میلمستیا کې د هند صدراعظم مخاطب کړ،او وې ویل: په وروستیو کلونوکې د افغانانو دزده کړې لپاره د هندوستان د خلکو مرستې په تیره دتاسو جلالتمآب ځانګړې پاملرنه د قدردانۍ وړ ده او هرکال زرتنه افغانان د علومو او مهارتونو د زده کړې لپاره هندوستان ته ځي. ده وویل: د افغانانو د تعلیم په برخه کې د هندوستان د مرستو د دې نوي پړاو ډیر فارغان اوس زموږ د هېواد په اداره کې کارکوي او د ادارې پر ښه والي یې مثبت اغیز کړی دی. حامدکرزي وویل: په افغانستان کې له نویو بدلونونو سره سم په وروستیو نږدې لسو کلونوکې زموږ د دوست او د سیمې د ستر هېواد هندوستان اړیکې له افغانستان سره یو بل پرمختللي پړاو ته داخلې شوي دي. په دې پړاوکې هندوستان د جنګ ځپلي افغانستان د بیا جوړونې لپاره افغانانو ته ټینګ لاس ورکړ او په سخاوتمندانه ډول یې خپلې اقتصادي او بشري مرستې له موږ سره پیل کړې. د هېواد جمهورریس له نړیوال تروریزم سره مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان د خپلو خلکو په ټینګه اراده د خپل ملي ژوندانه یو نوی دوران پیل کړی دی. پر خپلو مټو او د نړیوالو دوستانو په همکارۍ د هېواد د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ پر چارو بوخت دي، خو نړیوال تروریزم یوه داسې کرغيړنه پدیده ده چې زموږ د خلکو، سوله، امنیت، ترقي او زموږ دبچیانو تعلیم یې له جدي خطر سره مخامخ کړی دی، دهېواد ، د ترقۍ او پرمختګ لاس ته راوړنو د دفاع په لاره کې زموږ خلک هره ورځ قربانۍ ورکوي. له افغانستان سره سم پاکستان او هندوستان له دغه ډول جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی. حامدکرزي وویل: موږ باید دغه حالت پاى ته ورسوو او خپلو خلکو ته سوله او امنیت راولو. دا هدف د درې واړو هېوادونو په ګډې همکارۍ سره تحقق موندلای شي. جمهورریس وویل: موږ په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د خپلو پرله پسې هڅو په لړکې دخبرو، مذاکرو او تفاهم یو نوی پړاو پیل کړی دی. د سولې عالي شورا مو جوړه کړې ده چې په افغانستان کې د دایمي سولې د ټينګښت لپاره یې خپلې هڅې پرمخ روانې کړي دي. حامدکرزي وویل:افغانان پوره باورلري چې زموږ هندي دوستان په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت د داعیې کلک پلویان دي، د سولې دټینګښت لپاره زموږ د هر نوښت او هڅو ملاتړ کوي. بیا په دې میلمستیا کې د هند صدراعظم خبرې وکړې، ده او د ده ملګري هيئت ته یې د افغانستان د خلکو له دروند هرکلي او تودې میلمه پالنۍ له امله مننه وکړه او هغه یې په حقیقت کې د افغانستان د خلکو د لوړ فرهنګ یوه بیلګه وبلله. ده وویل: دا زما لپاره د ډیر ویاړ ځای دي چې په یوه داسې شانداره میلمستیا کې ګډون کوم او دا ډول بې مثاله میلمستیا تجربه کوم. منموهن سنګ افغانستان ته د هندي هيئت دسفر له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: دا(افغانستان) یو تاریخي هېواد دی چې لرغونی کلتور لري. ده وویل: کله چې زه د هغو کسانو په سترګو کې چې زما شاوخواته ناست دي مینه، دوستۍ او صمیمیت وینم، نو ددې احساس کوم چې نه یوازې یو ګاونډي هېوادته راغلی یم، بلکې له خپل یو ځانګړي دوست سره لیده کاته کوم. ده په دې میلمستیا کې ډاډ څرګند کړ چې هند د افغانستان د خلکو ګاونډی دی او د دغه هېواد د پراختیا په لاره کې به خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي. تاسې کولای شیء د خپلې ټولنې دجوړیدو، د حکومتوالۍ د ښه والي او داقتصادي پیاوړتیا په لاره کې د خپلو هڅو د پیاوړتیا په لاره کې د هند پر همکارۍ باندې حساب وکړیء. د هند صدراعظم وویل: لکه څنګه چې د افغانستان بډای عنعنه او فرهنګ ددې غوښتنه کوى موږ غواړو چې دغه هېواد د سولې، ډيموکراسۍ او ثبات لرونکی هېواد شي. ده، زیاته کړه :موږ د سولې د ټینګښت په لاره کې د افغانستان د خلکو په کلکه ملاتړ کوو. هند د افغانستان د خلکو د یووالي او بریالیتوب غوښتونکی دی. منموهن سنګ وویل: افغانستان د حامدکرزي په مشرۍ لوړ اوچت ګامونه اخستي دي. جمهورریس حامدکرزی یو هېوادپال شخصیت دی چې د هېواد چارې یې په زړورتیا او لیوالتیا سره پرمخ بیولي دي. له هند سره د ده دوستۍ د هند د خلکو زړونه او فکرونه ترلاسه کړي دي او د افغانستان او هندوستان ترمنځ یې یوه قوي همکاري رامنځته کړې ده . دغه سفر د افغانستان او هندوستان د خلکو د آرمانونو د تحقق په لاره کې یو پرمختګ دی. له ډیرو خنډونو سره سره چې زموږ په لاره کې شته خو که چیرې موږ له یو بل سره یوځای و اوسو خپلو هیلو ته به ورسیږو. موږ باید د راتلونکې په اړه ځواکمن لید ولرو او د دغه کار د ترسره کیدو لپاره باید په غوڅه توګه هڅه وکړو. دهند صدراعظم ټینګار وکړ چې موږ باید د غه دوستي د خپلو ملتونو ترمنځ لا پیاوړې کړو ترڅو په ټولو سطحو کې که هغه حکومتي دي او که غیر حکومتي ددواړو لورو ترمنځ راکړه ورکړه ترسره شي.

هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هیواد دی. دې هیواد تراوسه پوري له افغانستان سره په تېرو لسو کلونو کې دیارلس سوه ملیون ډالره مرسته کړې ده.د هند په مرستو سړکونه، کلینکیونه، ښوونځي او نورې عام المنفعه پروژې جوړې شوې دي،خو د افغانستان ګاونډی پاکستان د هند له مرستو اندېښمن دی او له همدې کبله په کابل کې د هند پر سفارت دوه ځلي بریدونه شوي او هر وار پر پاکستان په هغو کې د لای لرلو تور لګول شوی دی،پاکستان وايي هند په افغانستان کې ګڼو کونسلګریو ته اړتیا نه لري او له دې کونسلګریو د پاکستان د کټو پرضد کار اخیستل کېږي.پای .

 


May 13th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها